د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتون مدیریت (Hospital Management) په برخه کې د روزونکو د روزنې (TOT) پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دغه روزنیز پروګرام، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ۳۰ تنو ګډونوالو ته به په کې د روغتون اغېزمن مدیریت، اداري چارو سمون، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د لا چټکتیا په اړه اړین معلومات او عملي مهارتونه وړاندې شي.
د ياد روزنیز پروګرام د پيل پر مهال، چې د عامې روغتيا وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو هم شتون درلود، د ظرفیت لوړونې رئیس، مجیب الرحمن ماموندزي دغه پروګرام د روزونکو د ظرفیتونو لوړولو برخه کې يو مثبت ګام وباله او د روزنيز بهير پر کيفيت يې ټينګار وکړ.
همدارنګه، د عامې روغتيا وزارت وياند، ډاکټر شرافت زمان وويل: په روغتيايي سيستم د خلکو باور زياتولو لپاره بايد د روغتونونو لازم مدیریت ترسره او په کې د خدماتو کيفيت لوړ شي.
