د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه
په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوندو ریاستونو استازو او د بادغیس، ارزګان، هرات، هلمند، کندهار، نیمروز، غور او فراه ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ګډون کړی و، موخه يې د مرکز او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.
همدارنګه، په یاده غونډه کې ولايتي مسؤلينو خپلې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له مرکزي مسؤلینو سره شريکې او يو شمېر وړاندېزونه يې مطرح کړل او د مرکزي مسؤلینو له لوري ورته ځوابونه وړاندې، د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.
همداراز، ښاغلي مرستیال له يو بل سره پر ښې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ولايتي مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولایتونو د روغتیا همغږۍ ریاست له لارې له مرکز سره په رسمي ډول شريکې کړي؛ څو ورته مناسبې حل لارې پيدا او پر وخت حل شي.
