د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د تدارکاتو ریاست مسؤلینو د خصوصي شرکتونو له استازو سره غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۱۶
MOPH

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د تدرکاتو ریاست مسؤلینو او د خصوصي شرکتونو استازو (داوطلبانو) ګډون کړی ؤ، په کې د عقودو نوي قانون له مخې د پروژو د بیا پیل او ورکړې په اړه خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د پروژو پر غوره مدیریت او شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا پروژې د ازادې دواطلبۍ له لارې شرکتونو ته ورکول کېږي او له هر ډول تقلب او فساد څخه خوندي دي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال له دواطلبانو څخه وغوښتل، چې د پروژو اخیستلو او پر مخ وړلو برخه کې باید د شفافیت اصل، کیفیت او معیارونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هم عدالت په پام کې ونیسي.

په یاده غونډې کې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد زبیر غالب او یو شمېر نورو مسؤلینو د عقودو نوي قانون مطابق چارې تشریح او ټولو داوطلبانو ته یې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اجناسو او ۳۱۸ GH روغتونونو ساختماني پروژې بیا پیل شوي، چې یوولس پروژې به نن اعلان ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS