د عامې روغتیا وزارت سرپرست د "اېمرو" غړو هېوادونو په استازیتوب د نړیوال روغتیایي سازمان کلنۍ غونډې ته وینا وکړه
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د "اېمرو" غړو هېوادونو په استازیتوب د نړیوال روغتیایي سازمان کلنۍ غونډې ته وینا وکړه](/sites/default/files/2021-05/191621015_1364130050622837_873196058126818638_n.jpg)
پنجشنبه، غبرګولی ٦/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د نړیوال روغتیایي سازمان د اجراییوي بورډ مرستیال ډاکتر وحید مجروح، نن د "اېمرو" یا ختیځ مدیترانې د غړو هېوادونو په استازیتوب د نړیوال روغتیایي سازمان کلنۍ ناستې په درېیمه ورځ کې برخه واخیسته او د نړیوال روغتیایي سازمان د بدلون په اړه یې خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اېمرو غړو هېوادونو هڅو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغو هېوادونو د کورونا ویروس په کنټرول کې ښه پرمختګ درلودی.
ډاکترمجروح وویل: دغه هڅې د دې باعث شوې ترڅو د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې برخه کې د سیمې هېوادنه د خلکو اړتیاوؤ ته لاسرسی وکړي او دغه چاره د دې هېوادونو او نړیوال روغتیایي سازمان ترمینځ د همغږۍ د پیاوړتیا سبب شوه.
هغه دغه راز د نړیوال روغتیایي سازمان د تحول په اړه وویل: د دې برنامې په بریالیتوب سره د ترسره کولو لپاره نړیوال روغتیایي سازمان ډېرو مالي او بشري سرچینو ته اړتیا لري.
دغه غونډه به د جون تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي، وروسته له هغه به د نړیوال روغتیایي سازمان د اجراییوي بورډ ناسته ترسره شي.