د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي مرکزونو سمبالولو باندې ټینګار وکړ

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۳:۴۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي مرکزونو سمبالولو باندې ټینګار وکړ

پنجشنبه، غویی ۱۶/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د دې وزارت د بورډ په ناسته کې د روغتیایي مرکزونو په تجهیز، په ځانګړي ډول د اکسیجن تولید دستګاه وؤ په نصبولو ټینګار وکړ.

ډاکتر مجروح، د روغتیایي ادارو کړنو د ارزولو سربېره د روغتیایي مراکزو د تجهیز په اړه د روغتیایي ادارو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې په روغتیایي مرکزونو کې د اکسیجن تولید دستګاه وؤ د نصب او د اکسیجن د ریزرفي بالونو چې په روغتیایي مرکزونو کې ډېره اړتیا ده جدي اقدمات دې وکړي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیا ملي اوونۍ په جریان کې د دولتي او روغتیاي کار کوونکو د قدرداني او یو شمېر لویو روغتیایي پروژو د افتتاح په پار د روغتیا ملي جشنوارې په لاره اچول یاد کړل او د روغتیايي ادارو له مسؤولینو یې وغوښتل چې د دې برنامه د جوړولو په پرخه کې دې لا ډېره هڅه وکړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د اړوندو څانګو مسؤلینو د خپلو کاري مختګونو په برخه کې چې د ولسمشر د لارښوونو سره سم په ۱۲ مواردو کې د عامې روغتیا وزارت ورکړل شوي وؤ د وزارت مشرتابه ته یې په اړه وضاحت ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۶:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۶:۲۱
Background image

په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ګردیز ښار له یو شمېر خصوصي کتنځایونو، غاښونو کلینیکونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو.

 

د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۳۷
Background image

د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوې ناستې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه.

 

په دې لیدنه کې د حج. . .

BACK TO NEWS