د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سویلي آسیا حوزې د یونیسف ادارې دفتر له مشر سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سویلي آسیا حوزې د یونیسف ادارې دفتر له مشر سره وکتل

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د یونیسف سویلي آسیا د دفتر له مشر او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د پولیو واکسین پلي کولو برنامې د پیاوړي کولو څرنګوالی، د روغتیا سکټور کې اصلاحات، له سرچینو څخه سمه استفاده او

په کاري چاروکې روڼتیا، په ځانګړي توګه هغه برنامې چې د یونیسف ادارې لخوا په افغانستان کې ملاتړ کېږي او په یونیسف اداره کې د نړیوالو کار کونکو په توګه د د افغان متخصصیون ګمارلو په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ګوزڼ ویروس له منځه وړل د عامې روغتیا وزارت یو له لومړیتوبونو څخه وباله او د یونیسف ادارې څخه یې د ګوزڼ واکسین د پلي کولو پروګرام پیاوړتیا، حساب ورکونې او روڼتیا برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د یونیسف د سیمه ییز پروګرام رییس ښاغلي جورج لاریي ادجي په افغانستان کې د ګوزڼ له منځه وړل مهم وبلل او په یادو برخو کې یې په هېواد کې په لازیاتو همکاریو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS