د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نورستان ولایت له والي سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۵:۲۳
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د نورستان ولایت له والي ښاغلي عبدالغفور ملکزي سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې، د نورستان ولایت والي د یاد ولایت روغتیایي ستونزې لکه: د روغتیایي مرکزونو تړل، د روغتیایي کار کونکو معاشونه نه ورکول، په روغتیایي مرکزونو کې د درملو او طبي اړتیاوؤ نشتون چې د (AHEAD) مؤسسې له لارې ترسره کېږي د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او دې ستونزو ته د لاسرسي غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نورستان ولایت د والي وړاندیزونو ته د غوږ نیولو پرمهال مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ولایت د خلکو روغتیايي ننګونو ته د رسېدو په خاطر د (AHEAD) مؤسسې له مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، ترڅو په دې برخه کې دوی لازم او بېړني ګامونه پورته کړي او د دې ننګونو په حل کې د پاتې راتلو پر مهال به د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي، له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند وشي.

سربېره پردې، ډاکټر مجروح د نورستان ولایت د جغرافیه یي موقعیت په پام کې نیولو سره لارښوونه وکړه، چې د اړمنو روغتیایي وضعیت ته د ښه لاسرسي په پار د کورني طب درې تنه ډاکټرانې چې نور بېلابېل مهارتونه هم لري، د دغه ولایت د ولسوالیو په درې روغتونونو کې دې وګمارل شي، تر څو هغه روغتیایي خدمتونه چې د دغه ولایت اوسېدونکي ورته اړتیا لري ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS