د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پاکستان هېواد له سفیر سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پاکستان هېواد له سفیر سره وکتل](/sites/default/files/2021-02/150959372_1299152117120631_3963057738757936392_n.jpg)
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ نن د خپل کار په دفتر کې د پاکستان هېواد له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره وکتل.
په دې لیدنه کې، دواړو لورو د محمد علي جناح او نایب امین الله خان لوګري روغتونونو د پاتې کارونو پروسې د ګړندي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ډاکټر مجروح، د یادو روغتونونو د پاتې کارونو بشپړېدل د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم ګام وباله او د پاکستان له سفیر یې وغوښتل چې په دې برخه کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د پاکستان هېواد د مرستو له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت د دې روغتونونو د کار په بشپړولو کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.
له بلې خوا، ښاغلي منصور احمد خان د دې دوه روغتونونو د پاتې کارونو په بشپړولو کې د پاکستان هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ د دې روغتونونو د کارونو بشپړولو پروسې ګړندۍ کولو ته چمتو یو.
هغه همدارنګه وویل: د پاکستان هېواد په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت سره د ښځو لپاره د یوه طبي پوهنتون جوړولو، په ولایتونو کې د څو کلینیکونو جوړولو او د روغتیايي کار کونکو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.