د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت استازو او مخورو سره وکتل

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۴:۴۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت استازو او مخورو سره وکتل

دوشنبه، غبرګولی ۱۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د پکتیا ولایت د خلکو له استازي ډاکټر یارباز حمیدي او په پارلمان کې د روغتیا او ځوانانو کمیسیو رئیس او د دې ولایت مخورو سره وکتل.

د پکتيا استازو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره د دغه ولایت روغتیایي ننګونې شریکې کړې او د پکتیا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، د اکمال تخصص پروګرام رامنځته کول، د ولایتي روغتون ارتقأ او په ولایت کې د روغتیايي کارکونکو د زیاتوالي په برخه کې د دغه وزارت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ولایت د روغتیایي ننګونو د اورېدو سربېره، د پکتیا ولایت د روغتیایي ننګونو د حل په پارله دوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

ډاکټر مجروح وویل: ټاکل شوې ده چې د پکتیا ولایتي روغتون له ۱۵۰ نه ۲۰۰ بسترونو ته لوړ شي او د اکمال تخصص پروګرام به له اړتیاوؤ سره سم په دغه ولایت کې په لاره واچول شي.

ډاکتر مجروح، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پرمختګ په اړه اشاره وکړه او ویې ویل: موږ هڅه کوو د ټولو ولایتونو روغتیایي ننګونو ته لاسرسی وکړو او د دغه وزارت په نوي طرحو کې ټول مهم موراد د هر ولایت د اړتیاوؤ پر اساس په عادلانه توګه پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS