د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندز ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه](/sites/default/files/2021-06/203100632_1381906945511814_8995498535638472267_n.jpg)
چهارشنبه، چنګاښ ۲/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د کندز ولایت ته تللی او د کندز ولایتي روغتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې وارزؤ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه ولایت د ولایتي روغتون د روغتیايي خدمتونو د ارزولو پرمهال د اړوندو ادارو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او ننګونو د حل برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
دغه راز ډاکتر مجروح، ددغه ولایت له یو شمېر روغتیایي کارکوونکو سره هم وکتل او د شته ننګونو په اړه یې د دوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د جګړې د وروستیو ټپيانو روغتیا پالنه هم وکړه او هغوی ته یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.