د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا واکسین پلیټ فارم د معرفي کېدو غونډه کې ګډون وکړ
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا واکسین پلیټ فارم د معرفي کېدو غونډه کې ګډون وکړ](/sites/default/files/2021-07/211830578_1390583364644172_7177966902308160836_n.jpg)
دوشنبه، چنګاښ ١٤/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د هند هېواد لخوا د کورونا واکسین جوړ شوي پلیټ فارم د معرفي کېدو غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د کورونا واکسین د څار پلیټ فارم د کو وین (CoWIN) تر نوم لاندې د هند هېواد لخوا جوړ شوﺉ دی، چې نن د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې د څو هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو په شتون کې معرفي کړ.
د کوین پلیټ فارم د کورونا واکسین پروسې ګړندۍ کولو، د واکسین شوي خلکو د څار او د دوی د مشخصاتو د درج، د واکسین شوي وګړو د ارقامو درج او د کورونا واکسین نورو مهمو مواردو په پار جوړ شوﺉ دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، وزیر ډاکتر وحید مجروح، د دغه پلیټ فارم د په لاره اچولو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: موږ چمتو یو تر څو له دې سیسټم څخه د کورونا واکسین د تطبیق پروسې د ګړندۍ کولو، د واکسین شوي وګړو د څار او د دوی د مشخصاتو د درج کولو په پار د افغانستان د روغتیا سکتور کې ترې کار واخلو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه، د کورونا ویروس د سکتور لپاره یوه لویه ننګونه وبلله او د دې ویروس پر وړاندې مبارزه کې د هېوادونو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
دغه راز ډاکټر مجروح، د کورونا ویروس کړکېچ په وخت افغانستان کې د هند هېواد د همکارۍ له امله په ځانګړي توګه 500 زره دوزه واکسین د مرستې په پار مننه وکړه.
اوسمهال دغه پلیټ فارم په هند هېواد کې د کارولو وړ ده او تمه کېږي چې د نورو هېوادونو په واک کې هم ورکړي.