د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د افغان ډاکترانو د اتحادیې له رهبري او غړو سره چې له هېواد بهریې زده کړې کړي دي وکتل (FAMDA)

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۲۳:۴
دیدارسرپرست وزارت صحت‌عامه با رهبری و اعضای انجمن داکتران افغان آموزش یافته بیرون از کشور ( FAMDA)

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ د یوې ناستې په ترڅ کې د افغان ډاکترانو د اتحادیې له رهبري او غړو سره چې له هېواد بهریې زده کړې کړي دي (FAMDA) په هېواد کې د روغتیایي سیستم د کیفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د افغان ډاکټرانو د اتحادیې غړو چې په بهر کې روزل شوي دي، په 26 څانګو کې د تخصص سند لري او د دوی ډیری د انجوګرافي، د عصابو جراحي، پلاستيک جراحي، د زړه جراحي او لیزر جراحي په برخو کې د نړۍ له نامتو هېوادونو څخه یې د تخصص سند ترلاسه کړئ، چې د عامې روغتیا وزارت له هبري څخه د دې اتحادیې غړو ته د کاري فرصتونو د رامینځته کولو غوښتونکي شول او په هېواد کې د روغتیایي سیستم د کیفیت لوړولو په پار یې خپل نظریات او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت رهبري ته وړاندې کړل.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح وویل: " په مرکز او ولایتونو کې روغتونونو اصلاح او تجهیز، د تخصص برنامې اصلاح کول، د تشکیل بیاکتنه او نور مهم پروګرامونه د هغه اقداماتو څخه دي چې د هېواد د جلالتمآب ولسمشر د رهبري په ملاتړ د روغتیایي سیستم د ښه کولو په پار د عامې روغتیا وزارت کې موږ ترلاس لاندې نیولي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دې اتحادیې د غړو د نظریاتو او وړاندیزو له اورېدو وروسته وویل: "د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان دولت رهبري ژمن دي چې د وړ او متخصصو کسانو لپاره په هېواد د ننه ‌‌د کار ډېر فرصتونه برابر کړي چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا هیواد د چارواکو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.

 

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

په تخار ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند صحت محیطي او د روغتیايي قوانیونو د برسۍ ټیمونو په دغه ولایت کې له درملتونونو او هټیو څارنه ترسره کړې چې پرمهال یې په زیاته کچه تاریخ تېر درمل او بې. . .

BACK TO NEWS