د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خصوصي روغتونونو کې د اکسیجن مصرف د سپمولو غوښتنه کوي
یکشنبه، غبرګولی ۱۶/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د خصوصي سکتور له استازو سره په کتنه کې له هغوئ وغوښتل چې په خصوصي روغتونونو کې د اکسیجن مصرف وسپموي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا روغتونونو کې د اکسیجن کمښت د کورونا ناروغانو د پاملرنې او لاسرسي لپاره یوه لویه ننګونه بولي او وايي چې په کابل کې د اکسیجن شرکتونو په وینا خصوصي روغتونونه تر ټولو ډېر اکسیجن کاروي.
ډاکترمجروح ټینګار وکړ چې د کورونا په روغتونونو کې د ناروغانو د زیاتوالي له امله د عامې روغتیا وزارت ډېرو اکسیجن بالونونو ته اړتیا لري او خصوصي روغتونونه باید د دوی اړتیاوؤ مطابق اکسیجن وکاروي او پاتې نوردې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.
هغه همدارنګه د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي سکتور یوه ګډه کمېټه دې جوړه شي ترڅو د ناروغانو شمېر، د اکسیجن بالونونو شمیر او د هیواد په بازارونو کې د تولیدي شرکتونو لخوا د آکسیجن بالونونو د وېش په پام کې نیولو سره دې د خصوصي روغتونونو اړتیاوې وڅېړي.
سربېره پردې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست له ټولو خصوصي روغتونونو وغوښتل چې د کورونا ناروغانو درملنې اصول او د عامې روغتیا وزارت د معیارونو سره سم خپلې دندې ترسره کړي او د وارډونو د ننه چې د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي دي د روغتیایي اصولو سره سم دې عمل وکړي.
دغه راز د خصوصي روغتونونو استازو د اکسیجن د کموالي ننګونو د حل په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د عامې روغتیا وزارت سره یې پر خپلې همکارۍ ټینګار وکړ.