د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هیواد کې د کورونا ویروس په کمولو کې د خلکو همکاري مهمه وبلله
شنبه، غبرګولی ۸/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو سره په ګډه خبري ناسته کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې په مدیریت کولو کې د هېواد والو رول مهم وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د روغتیایي سپارښتنو په پلي کولو سره د ویروس په کنټرول کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړئ.
ډاکترمجرروح وویل: د کورونا ویروس پېښو د زیاتوالي لامل د خلکو لخوا د روغتیایي سپارښتنو نه مراعات کول دي، چې د کوچني اختر وروسته پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ډېرشوئ دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې د مدیریت کولو لپاره د دغه وزارت اقداماتو ته په اشارې سره وویل: چې د افغان - جاپان روغتون سربېره، څلور نور روغتونونه (د قصبې روغتون، د هلال احمر روغتون، د افغانستان او ندونیزیا د دوستۍ پولیکلینیک او د جناح روغتون) په کابل کې پر کورونا باندې د اخته کسانو د ښه لاسرسي په موخه جوړ شوي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه: اوسمهال د هېواد په لابراتوارونو کې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۲۸ زرو پېښو د تشخیص ظرفیت موجود دی او ټاکل شوې ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کورونا د تشخیص لابراتوارونه جوړشي. دغه راز موږ په پام کې لرو چې ګړندي ازمایښت په لاره اچولو سره د په ورځ کې لس زره تنو ازمایښتونو ترسره کړو.
ډاکتر مجروح، د روغتیا سکټور څخه د جمهوري ریاست د عالي مقام د ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د حکومت مشرتابه د کورونا ویروس له امله د هېواد روغتیایي وضعیت په جدي توګه مدیریت کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام خلکو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت خپل ټول پرسونل منسجم کړئ دی تر څو دغه ویروس په ښه ډول سره مدیریت کړي.
ډاکترمجروح، د ښوونیزو مرکزونو تړل د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام وباله، او زیاته یې کړه چې په دې چارې سره په هېواد کې د لویو غونډو مخنیوئ وشي.
له بلې خوا، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي عباس بصیر او د پوهنې وزارت سرپرست وزیرې اغلې رنګینه حمیدي د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له هڅو څخه مننه وکړه او په ښوونیزو مرکزونو کې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د دوی په بشپړه همکارۍ ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په پار په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز ولایتونو په ګډون پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره رخصت شوي دي.