د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۷:۲۴
د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د غوښتنې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د (Cord aid) روغتیایي دفتر، د افغان پراختیایي موسسې استازو او نورو څانګو په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت لپاره د ستراتیژیکو او ډېرو مالي مرستو ترلاسه کولو او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لا ډېر لاسرسي په پار د سهیلا صدیق په تالار کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر په هغه غونډه کې چې په دې مناسبت جوړه شوې وه وویل: "موږ په هېواد کې د روغتیا سکتور د پرمختګ لپاره د بشري سرچینو او د بودجې د زیاتوالي په پار هڅه کوؤ، تر څو د ناروغانو لپاره په هېواد کې د درملنې لپاره زمینه برابره کړو له حکومت څخه غواړو چې د هېواد د روغتیا په برخه کې د پانګونې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

ډاکټر قدیر زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي هغه ناروغان چې د درملنې لپاره له هېواد څخه بهرته سفر کوي د دوی لپاره د هېواد دننه د درملنې برخه کې لا ډېر فرصتونه رامینځته کړو په دې برخه کې ډېر کار شوئ دی.

همدارنګه د مالي او اداري معنیت سرپرست د (Cord aid) دفتر او ځینې نورو انجوګانو کړنې چې د عامې روغتیا وزارت سره یې د ملي بودجې، د بشري سرچینو په ترلاسه کولو کې د فرصتونو برابرول او روغتیایي خدمتونو ته د اړمنو لا ډېر لاسرسي او همکارۍ په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې (Cord aid) دفتر د افغان روغتیایي او پراختیایي موسسې په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت سره د غوښتنو، عامه پوهاوی، د بشري سرچینو ترلاسه کول، د یو شفاف او ځواب ویونکي سیستم جوړول، د عادلانه او با کیفیته روغتیايي خدمتونو برخه کې همکاري کوي چې نن وروسته له یوکال څخه یې یو کلنه کاري دوره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۳:۳
Background image

د نورستان ولایت د عامې روغتیا نوی رییس معرفي او رسما يې په کار پیل وکړ

نوي ټاکل شوي د عامې روغتیا رئيس مفتي ( سعیدالله نعماني) د معرفت په غونډه کې د نورستان ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په ښه ډول تر سره کوي.

د غونډې یو شمیر د ولایتي ادارو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د پروان له والي، الحاج عبدالعلي قدرت الله امیني سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په پروان ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو پر فعالیتونو، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د روغتونونو لپاره د طبي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي تخنیکي کارکوونکو ته درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د افغانستان اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز د واکسیناسیون ملي پروګرام او کتلوي معافیت تخنیکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د ساحوي ایپیدیمیولوژي اړوند، درې. . .

BACK TO NEWS