د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د ارزونې د خپلواک بورډ رئیس او د نړیوال پولیو د له مینځه وړلو نوښت له رئیس سره بحث او خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن دیوې ناستې په ترڅ کې د ارزونې د خپلواک بورډ رئیس او د نړیوال پولیو د له مینځه وړلو نوښت مشر سرلیام ډونالډسن سره خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې، دواړو لورو د پولیو واکسین پلي کیدو باندې د کورونا ویروس بحران اغیزې، شته ستونزو راتلونکي پلانونه د پولیو واکسین پروسې ګړندۍ کولو او د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د ګوزڼ پېښو کمولو باندې بحث وکړ.
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د ګوزڼ ویروس پر وړاندې مبارزې تر څنګ په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د ودې ورکولو په پار خپل پلانونه د ارزونې د خپلواک بورډ رئیس او د نړیوال پولیو د له مینځه وړلو نوښت له مشر سره شریک کړل.
همدرانګه ښاغلي ډونالډسن د روغتیا وزارت د مشرتابه پلانونو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ویروس پروړاندې د مبارزې لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.