د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب له استازي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت سره د یاد بنسټ د ګډو همکاریو، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې او د روغتیا په برخه کې د انکشافي پروګرامونو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو ترڅنګ د انکشافي برنامو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او له دغه بنسټ څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
له بل لوري د سره صلیب استازي، په روغتیايي سکتور کې د دغه بنسټ پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سره صلیب اداره د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته ژمنه ده او اوسمهال یې هم مرستې دوام لري.