د عامې روغتیا وزیر او د یونیسف رئیس ترمنځ د تطبیق کوونکو مؤسسو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ښه والي په موخه لیدنه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ښه والي په موخه لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود، په افغانستان کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو پر څرنګوالي، د درملو پر کیفیت او روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد، د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډ نظارت، د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو او د روغتیايي مرکزونو پر بیا رغونې بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په شفاف ډول د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کېدو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ، هغه روغتیايي مرکزونو ته چې پر ټاکلي وخت ورته درمل نه لېږدول کېږي، په اړه یې باید جدي اقدامات ترسره شي.

همداراز ښاغلي وزیر، د تطبیق کوونکو مؤسسو په انتخاب کې د شفافیت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، ټولې تطبیق کوونکې مؤسسې باید د شفافیت او غوره فعالیتونو پر اساس وټاکل شي او هغه مؤسسې چې خدمت یې مؤثر نه وي، باید په روغتیايي سکټور کې شتون ونه لري.

بل لور د یونسیف ادارې مشر وویل، هڅه کوو چې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د روغتیا وزارت سره په ګډ نظارت کار ترسره او د دغه وزارت سره په همغږۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي ته کار وکړو. هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي، تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د درملو اړتیا معلومه او له مخې یې پر ټاکلي وخت روغتیايي مراکزو ته درمل او نور اړین وسایل ولېږدول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS