د عامې روغتیا وزیر بادغیس ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې په لومړي ځل د پیلېدونکي دولتي روغتیایي علومو انسټېټیوټ پرانیسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۵۰
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې په لومړي ځل د پیلېدونکي دولتي روغتیایي علومو انسټېټیوټ پرانیسته ترسره کړه

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بادغيس والي حافظ محمد امین جان عمري، د ياد ولایت عامې روغتیا رئيس مولوي خان محمد همت، د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس عرفان الله کریمي په شمول مرکزي رئيسانو، قومي مشرانو، روغتیاپالانو  او د سيمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بادغیس ولایت کې د دولتي روغتیایي علومو انسټېټیوټ جوړېدل لويه لاسته راوړنه وبلله او دا یې یاد ولایت کې د نيمه روغتيايي زده کړو برخه کې د شته تشې ډکول او په دې برخه کې د ستونزو له منځه وړل یاد کړل.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د دې روغتیایي علومو انسټېټیوټ تشکیلاتي جوړښت تکمیل شوی او مناسب ځای ورته ځانګړی شوی، چې په مرسته به یې د یاد ولايت سلګونه زده کړيالان په څلورو بېلا بېلو څانګو کې خپلې زده کړې ترسره کوي.

د بادغيس ځایي اوسېدونکو د عامې روغتیا وزارت له ورغلي پلاوي څخه د مننې تر څنګ روغتيا برخې سره د نورو همکاريو غوښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له لوري ورته د پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS