د عامې روغتیا وزیر ددې وزارت د مرستیالانو، مرکزي ریاستونو او روغتونونو له رئیسانو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۶:۱۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د مرستیالانو، مرکزي ریاستونو او روغتونونو له رئیسانو سره د چارو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مرکزي ریاستونو او روغتونونو رئیسانو او روغتیا پالانو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي طبابت یوه سپېڅلې دنده یاده کړه او له ټولو هغو روغتیايي کارکوونکو څخه، چې په سختو شرایطو کې یې د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کړې مننه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر همداراز د کاري چارو د تنظیم او ښه والي په موخه په هره اداره کې د آمر اطاعت منل اړین وبلل او له ټولو روغتیا پالانو او مسؤلینو یې وغوښتل، چې په بشپړه ایماندارۍ او صادقانه توګه د خپل ځورېدلي او کړېدلي ملت روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، موږ په ریښتیني توګه هڅه کوو د شته امکاناتو سربېره د هرې ممکنې لارې په کور دننه د ټولو روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړو؛ ترڅو پرمټ یې د یو پیاوړي روغتیايي سیستم په درلودلو سره د خپلو ټولو ناروغو هېوادوالو معیاري تشخیص او درملنه وکړو.

ښاغلي وزیر د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو اړوند وویل، موږ په بشپړه توګه هڅه کوو، چې د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو لوړولو لپاره غوره لارې پیدا کړو.

 

د یادې غونډې په دوام د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل، اسلامي نظام د امیر د اطاعت په پایله کې رامنځته شوی او اړتیا ده، چې په هره اداره کې مسؤل کس خپل مسؤلیتونه وپېژني او په ریښتیني ډول خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ناروغو هېوادوالو سره ښه چلند او د هغوی روغتیايي ستونزو ته رسېدنه د عامې روغتیا وزارت دنده وبلله او په همدې موخه یې له ټولو روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو ټولو ناروغو هېوادوالو سره د ښه چلند سربېره د هغوی معیاري تشخیص او درملنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS