د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د نوي مشر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره د روغتیايي سیستم پر پراختیا ، لرې پرتو سیمو ته د رسیدنې ، د ساري ناروغیو سره د مبارزې ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیايي سیستم لپاره د مؤثرې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې اترې تر سره کړې!
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره نوي مشر ښاغلي ایډوین د عامې روغتیا وزارت سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او د روغتیايي سیستم د لا پرمختک او همکارۍ لپاره یې د تعهد څرګندونه وکړه ، د ښاغلي ایډوین پر وینا د عامې روغتیا وزارت سره به د روغتیايي خدماتو په برخه کې لا ښه همکاري او ښه همغږي ولري.