د عامې روغتیا وزیر د فلول کلي څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د فلول کلي څخه، چې وروستیو سېلابونو له امله یې اوسېدونکې زیانمن شوې له نږدې لیدنه ترسره کړه

 

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو، د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر، ګرځندویه روغتیايي ټیمونو، د کابل امبولانس خدمتونو، د سیمې اوسېدونکو او ناروغانو څخه لیدنه ترسره او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي حالت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه د نږدې لیدنې او د ولسونو سره د غم شریکۍ سربېره ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزرات به په دې ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د له هیڅ ډول هڅو او کوششونو دریغ ونه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزرات په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بورکه ولسوالۍ اړوند، فلول سیمې په کمپ کې، چې د نوي ښار ترڅنګ موقیعت لري د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، عمومي جراحي، اُرتوپیدي، ماشومانو داخلې او ښځینه څانګو سربېره ۲۱ سیار روغتیايي ټیمونه او کابل امبولانس خدمتونه ایجاد کړي دي؛ تر څو په بشپړ ډول د زیانمنو شویو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او پر وخت یې درملنه وشې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د  TEPHINET نړیوالې ادارې څخه  یوه ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د اپیدیمیولوژۍ پروګرام د نړیوالې ادارې TEPHINET له‌ لوري د اعتبار سند ترلاسه کړ، چې دا د هېواد د روغتیایي سکتور لپاره یوه ستره لاسته راوړنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۹
Background image

کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې ۸ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه درمل او خوراکي توکي د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري له منځه یوړل شول.

په دغه نظارت کې ۳ ټنه درمل او خوراکي توکي په کاپیسا ولایت کې او ۵ ټنه. . .

BACK TO NEWS