د عامې روغتیا وزیر د یو شمیر مؤسساتو له مسؤلینو سره د روغتیايي خدماتو اړوند له وزارت سره پر دوامداره همغږۍ مجلس تر سره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۵:۴۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یو شمیر نړیوالو مؤسساتو له مسؤولینو او استازو سره د روغتیايي خدماتو پر کیفیت ، په سپینو ساحاتو کې د روغتیايي مراکزو پر جوړولو ، د موازي پروژو پر اوږدمهاله مؤثرو پروژو مدغم کیدنې ، او د روغتیايي خدماتو اړوند له وزارت سره پر دوامداره همغږۍ مجلس تر سره کړ.

په یاد مجلس کې چې د نږدې څوارلس نړیوالو مؤسساتو مسؤولینو او استازو شتون درلود د عامې روغتیا وزارت سره یې پر همغږۍ د تاکید تر څنګ شته ستونزې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې ، ښاغلي وزیر د ستونزو د حل په موخه  د ډاډ ورکولو تر څنګ ولسونو ته د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ ، او زیاته یې کړه ، روغتیايي خدمات باید معیاري او اړمن خلک ترې په غوره شکل مستفید شي چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د خپلې داخلي بودیجې تر څنګ له نړیوالو مرستندویه ادارو او مؤسساتو سره هر ډول مشروع همکارۍ او دوه اړخیزې همغږۍ ته اماده ګي لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS