د عامې روغتیا وزیر په آسیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۲۰:۵۴
د عامې روغتیا وزیر په آسیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د هېواد د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ نن له لیرې لارې په آسیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس آغلي کاني وایګناراجا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازي عبدالله الدردي سره وکتل.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر د ښاغلي وینګاراجا سره د روغتیایي سکتور ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او د کورونا واکسین، تخنیکي، لوژستیکي، سرویلانس، په کورونا ویروس اخته ناروغانو موندل، د کورونا ویروس پېښو موندلو ټیمونو د روزنې برخې کې او د کورونا ویروس سره د مبارزې سربېره نورو اړینو برخو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

ښاغلي کاني وینګاراجا د افغانستان د روغتیا سکتور سره د دې سازمان لخوا په ډېرې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه سازمان چمتو دی چې په یاد شویو برخو کې د افغانستان روغتیا سکتور سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS