د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۳:۲۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر، ښاغلي کوابینا اسانتي او مل پلاوي سره په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي او د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو په موخه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له لوري د جوړو شویو مرکزونو او روغتیايي ځالو په موخه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کولو غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزیر د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدماتو برابرول خپل لومړیتوب یاد کړ او په خپله وینا یې په دې برخې کې به دوامداره هڅې کوي؛ ترڅو تر ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو  ته روغتیايي خدمات ورسوي.

سربېره پر دې نوموړي د UNFPA سازمان له لوري د هېواد په ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو لپاره د فیسټولا برخه کې د روغتیایي خدماتو د همکارۍ او پاملرنې غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
Background image

په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوليو د له منځه وړلو نړیوال روغتیايي پروګرام (GPEI) د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت په تالار کې د مقام مشاورینو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د پوليو. . .

BACK TO NEWS