د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران مرستیال سفیر ښاغلي سید حسن مرتضوي سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، د کابل په افشار کې د سرطاني ناروغانو د درملنې د مرکز د چارو، په بامیان ولایت کې د ایران هېواد له لوري د جوړېدونکي روغتون د کارونو د پرمختګ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.