د فراه ولایت مقام کې د درملو قاچاق مخنیوي قانون پلي کېدو او د درملو نوې کړنلارې په اړه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۳۶
MOPH

دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمدسلیم حقاني په مشرۍ د درملو د قاچاق مخنیوي قانون اغېزمن پلي کېدو او د درملو نوې کړنلارې د تشریح په موخه ترسره شوه، چې یاده کړنلاره د افغانستان ا.ا د عالي مقام له لوري توشیح شوې ده.

په دې غونډه کې د خوړو او درملو اتحادیې مسؤلینو، د درملیزو شرکتونو استازو او د درملو عمده پلورونکو ګډون کړی و. مولوي محمدسلیم حقاني د هر اړخیزو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د درملو قاچاق مخنیوي قانون پر دقیق پلي کېدو، د درملو نوې کړنلارې پر مراعات، د غیرقانوني او بې‌کیفیته درملو د وارداتو او وېش پر مخنیوي، د خصوصي سکتور او عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو ادارو سره پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

همدارنګه، ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او شته ستونزې مطرح کړې او د درملو بازار د لا ښه تنظیم، د معیاري درملو برابرولو او د هېوادوالو روغتیا خوندیتوب لپاره یې پر اغېزمنو لارو چارو هر اړخیز بحث ترسره او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS