د لغمان ولایت په قرغیو او الینګار ولسوالیو کې ګرځنده روغتیايي او تغذيي ټیمونو فعالیت پیل کړ
د لغمان عامې روغتیا رییس په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې وویل: قرغیو او الینګار ولسوالیو کې دغه ګرځنده روغتیايي ټیمونه د (OPHA) موسسې له لوري ګومارل شوي څو په روغتیايي او په ځانګړې توګه تغذیې برخه کې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدګي وشي.
نوموړي د ګرځنده روغتيايي ټيمونو مسئولينو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ولسوالیو لروپرتو سیمو کې په ښه او معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندي کړي.