د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په مخدره توکو د روږدو کسانو د متبادلې درملنې پروسه پیل شوه
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، نن په نشه یي توکو د روږدو کسانو د متبادلې درملنې څانګه او د ابن سینا د معتادینو زر بستریز روغتون بېړنۍ څانګې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارله. همدارنګه په دې ناسته کې۲۰۰ تنه روږدي کسان چې د درملنې دوره یې په یاد روغتون کې بشپړه کړې وه رخصت شول.
دا لومړی ځل دی چې په مخدره توکو د روږدو متبادله درملنه د "بپرونورفین" درمل نه په ګټې اخیستنې سره په هیواد کې پیل کیږي.
ډاکټر وحید مجروح نشه یي توکي د انساني ژوند لپاره خطرناکه پدیده او د روغتیا سکتور لپاره یوه جدي ننګونه وبلله او په نشه یې توکو د روږدو کسانو لپاره د معتادینو د متبادلې درملنې د پروسې پیل په نشه یي توکه د روږدو کسانو د درملنې خدمتونو د پراختیا لپاره یو ښه پیل وباله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په نشه یي توکه د روږدو کسانو د یاد عمل په پرېښودلو د دوی له هڅه او همت ستاینه وکړه او ویې ویل: تاسو په مخدره د توکو نورو روږدو کسانو لپاره ښه مثال یاست چې دا مهال په دې ناوړه پدیده روږدي دي او تاسو دا ثابته کړه چې په هڅه او همت سره دا ناوړه پدیده پرېښودل کیدای او بیاځلې په پوښو ودرېږو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په نشه یې توکو د روږدو کسانو په کمولو کې د کورنیو رول مهم وباله او د دې خوشې شویو روږدو کسانو له ټولو کورنیو یې وغوښتل چې دوی دې د خپلو کورنیو غېږ کې وساتي ترڅو دوی بیا نشه یي توکو ته مخه و نه کړي.
دغه راز ښاغلي مجروح په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې د روغتیايي کارکونکو
د کار هرکلی او د هغوی هڅې یې وستایلې.
په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې معینیت مرستیال جنرال کبیر ابراهیم خیل، په دې روغتون کې د معتادینو لپاره د متبادلې درملنې پروسې او د بېړنۍ څانګې پرانیستلو هرکلی وکړ او د عامې روغتیا وزارت سره د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه وویل: د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د روان کال په جریان کې ۶۲۰ تنه د مخدره توکو پرچون پلور قاچاقبران نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۸۲ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.