د مایع ګاز او غوړو ۱۱ قلمونو تهیه او تدارک لپاره داوطلبۍ ته بلنه ورکول
Publish Date
Closing Date
دمعلولینوداحیاې مجدد روغتون له ټولو هغو داوطلبانو چې د شرایطو وړ وي غوښتنه کوي ترڅو د 11 قلم موادو تهیه او تدارکاتو (دیزل تیل،مایع ګاز،فلترباب او روغنیاتو )په پروسه کې د خلاصې داوطلبۍ له لارې زموږ سره ګډون وکړي.
د شرطنامې سافت داحیای مجدد روغتون له خدماتو مدیریت څخه بغیر له کوم فیس سه شنبی ورځ 7/6/1402 تر 15/6/1402 په فلش کی ترلاسه کړي، خپل آفرونه د شرطنامې ،د تدارکاتو قانون او کړنلارې مطابق چې سر یې بند وي 10:00 بجې له غرمې مخکې د 15/6/1402 دمعلولینو روغتون دخدماتو مدیریت ته چی په اوله ناحیه دمرکزی پولی کلینیک محوطه د وینی بانک اول منزل کی موقیعت لری تسلیم کړی.
ناوخته رسیدلي او انترنیتي مواد د اعتبار وړندي.
د آفر تضمین د بانک ګرنتي او یا په نغدی ډول په (45000) پنځه څلویښت زره افغانی ده.
آفر خلاصونه د چهارشنبې ورځ 15/6/1402 په 10 بجې مخکې له غرمې د معلولینو داحیای مجدد روغتون په اول منزل د کنفرانس خونه کې دایرکیږي.