د مننې په پار د عامې روغتیا وزارت د وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني پیغام!
د هېواد له جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني او د ولسي جرګې له محترمو غړو چې زه د عامې روغتیا وزارت د څوکۍ وړ وبللم او پر ما یې باور وکړمنندوی یم.
د عامې روغتیا وزارت د هېواد یو له خورا مهمو وزارتونو څخه دی، چې د هېواد اوسېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لري.
زما همکاران او زه په وزارت کې پلان لرم، چې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړولو او ښه کولو ته وده ورکړو، کوم چې ما هم په خپله وینا کې د ولسي جرګې غړو او د افغانستان خلکو سره شریکه کړه.
زه یو ځل بیا د دې پلانونو پلي کولو لپاره په خپله ژمنتیا ټینګار کوم او د پلي کولو په برخه کې به یې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه درېغ ونه کړم.
زه د روغتیا وزارت څوکۍ د امتیاز په توګه نه بلکې خپل ځپلي او زورېدلي هېواد ته د خدمت کولو لوی مسؤلیت په توګه ګورم او هڅه به وکړم چې دا وزارت په ټول هېواد کې د حکومتدارۍ او عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په ښه بېلګه تبدیل کړم.