د میدان وردګو په لرې پرتو سیمو کې د زېږون روغتیایي خدماتو ارزونه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۸
moph

د زېږون (باروري) روغتیا ریاست تخنیکي ټیم د افغان کورنۍ ټولنې دفتر او تطبیق کوونکې مؤسسې له ټیم سره په ګډه، د میدان وردګ ولایت د روغتیایي مرکزونو له بېلا بېلو برخو څخه نظارت ترسره کړ، چې موخه یې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د زېږون برخې روغتیایي خدماتو کیفیت او د زېږون خوندي وقفې اړوند اقلامو ته د اړمنو مېرمنو لاسرسي ډاډمن کول وو.

د دې نظارت په ترڅ کې همداراز، د تخنیکي ټیم له لوري ننګونې او ستونزې په نښه او ممکنه حل لارې یې د پلي کوونکې مؤسسې سره شریکې کړې، سربیره پردې، د موندنو او فیډبیکونو یو بشپړ راپور چمتو شو، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه به د یاد ولایت له روغتیايي همکارانو سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS