د نظارت ریاست مسؤلینو د شنو نيالګيو کښېنولو په کمپاين کې ونډه واخیسته
د عامې روغتیا وزارت د نظارت ریاست مسؤلینو د شنو نيالګيو کښېنولو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد ریاست په انګړ کې یې د ګڼ شمېر تولیدي او غیر تولیدي نیالګیو په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.
د عامې روغتیا وزارت د نظارت ریاست مسؤلینو له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ ترڅود نیالګیو د کښېنولو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د تنفسي او ورته نورو ناوړه ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.