د ننګرهار ولایت د روږدو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون کې د ۵۰ تنو روږدو ناروغانو د درملنې بشپړېدو او خپلو کورنیو ته د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۴۴
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس الحافظ انعام الله عمار، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د بېلا بېلو دولتي ادارو مسؤلینو، د روغتیايي بنسټونو امرینو، د تداوي شویو ناروغانو د کورنیو غړو او د یاد روغتون روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس، الحافظ انعام الله عمار د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د یاد روغتون له خدمتونو قدرداني وکړه، د روغتیايي کارکوونکو هڅې ‌یې وستایلې او ګډونوال ‌یې وهڅول چې له اسلامي امارت سره په ګډه د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف هم د غونډې په ترڅ کې د یاد روغتون د پرسونل پر ژمنتیا او غوره خدمتونو خوښي څرګنده او روغتیايي کارکوونکي یې د لا معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
Background image

بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې.

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د شهید موسی شفیق عالي لېسې څه باندې ۳۵۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS