د هرات د صحي علومو انستیتوت سږ کال د کانکور ازموینه واخیسته
په ازموينه کې د دغه ولايت له دولسو ولسواليو څخه څلور سوه ښځينه او دوه سوه نارينه وو برخه اخيستې وه.
له دې شمېر برخه اخيستونکو څخه به اتيا ښځينه او څلوېښت نارينه د قابله ګۍ او نرسنګ په برخو کې ومنل شي.