د پولیو د له منځه وړلود بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ښاغلي ډاکټر عبدالقدوس بریالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بېړنیو حالاتو د ادارې له استازو سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په کندهار، هلمند ، زابل او کندز ولایتونو کې هېوادوالو ته د روغتیا په برخه کې په ترسره شویو فعالیتونو بحث او خبرې ترسره شوې.
د دې لیدنې په پایله کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو په رسولو، دومداره همکارۍ، د دواړو لورو تر منځ پر غوره همغږۍ او روغتیايي مرکزونو ته د پولیو واکسین څخه پاتي شویو ماشومانو پر لېږلو موافقه وکړه.