د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټوټ رئیس د بلخ ولایت د عامې روغتیا رېیس سره ولیدل
د عامې روغتیا وزارت اړوند پوهاند سید الف شاه غضنفر د روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، الحاج رحمت الله منصور سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې محصلینو ته د ټرانسپورټي چوپړتیاوو برابرولو، خصوصي انسټېټیوټونو د ارزیابۍ، بلخ ولایت کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ لپاره د نوې ودانۍ جوړولو، په دې انسټېټیوټ کې د فارمسي، رواني روغتیا او لابراتوار څانګو د فعالولو او د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او سپورټ برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس یادو برخو کې د همکارۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ لپاره د نوې ودانې جوړولو برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
بل لور د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس د نوموړي غوښتنې واورېدې او په دې برخو کې یې د همکارۍ او پاملرنې ډاډ څرګند کړ.