د څېړنې میتودولوژۍ په برخه کې ۲۸ تنه ټرېنر متخصصین فارغ شول
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د څېړنې میتودولوژۍ په برخه کې د شپږ میاشتني روزنیزې دورې ۲۸ تنو ټرېنر متخصصینو د فراغت غونډه ترسره شوه.
دا په یاده برخه کې لومړنۍ روزنیزه دوره وه، چې د کابل، هرات، بلخ او کندز ولایتونو ټرينر متخصصینو په کې ګډون کړی و.
په فراغت غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د افغانستان د روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی رئیس ډاکټر عبدالجبار حیدر، یو شمېر مرکزي رئیسانو، ټرېنر متخصصینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
د مقام د دفتر لوی رئيس، د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د علم او زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغو شویو متخصصینو یې وغوښتل، چې خپلې زده کړې د خلکو د خدمت او د روغتیايي ستونزو حل لپاره په عملي ډول وکاروي او له نورو روغتیايي کارکوونکو سره یې شریکې کړي.
همداراز، ډاکټر عبدالجبار حیدر د یادو متخصصینو فراغت مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: د څېړنو پیاوړتیا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د شواهدو پر بنسټ د تصمیم نیونې لپاره مهمه ده.
نوموړي فارغو شويو متخصصينو ته د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به داسې روزنیزې برنامې دوام ولري.
