د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د ناروغیو خپرېدو او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو
یاد نظارت د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو، هوټلونو، حمامونو، قصابیانو، سلمانیو او صنعتي شرکتونونو څخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د حفظ الصحې اړوند عامه پوهاوي ترڅنګ سپارښتنې وشوې، چې خپلې چارې د عامې روغتیا وزارت د اصولو او پالیسۍ اړوند ترسره کړي.