د کابل ښار په یو شمیر سیمو کې نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۳۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم له لوري د کابل ښار په ۱۰مه، ۱۱مه او ۱۷مه ناحیه کې له یو شمېر نانواېيو، خوراکي توکو پلورنځیو، حمامونو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو.

د دې نظارت موخه د عامې روغتیا معیاري شرایطو ارزونه، د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول او د ساري ناروغیو مخنیوي لپاره لازم اقدامات وو.

د چاپیریال روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم به خپلو نظارتي فعالیتونو ته دوام ورکړي، ترڅو د خوراکي توکو د خوندیتوب، حفظ الصحې او د عامې روغتیا معیارونه لا پیاوړي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۱۶
Background image

د پکتیا عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د ګردېز ښار اړوند، دو سرکې سیمه کې له یو شمېر درملتونو څخه وشو، چې پایله کې ۳۲ قلمه بې کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته انتقال شول.

دغه راز په یاد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۴۳
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه

 په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو تجهیز، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو او د یاد سازمان د غړو هېوادونو هڅونې اړوند خبرې وشوې.

. . .

BACK TO NEWS