د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو روغتیايي انسټېټیوټ د جوړولو چارې پیل شوې
د کاپیسا عامې روغتیا رییس ډاکټر نیاز محمد مخلص په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل: یاد روغتیايي انسټیټیوټ د ناروي کمېټې په مالي همکارۍ څلور جريبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړېږي؛ چې د پنځلس درسي خونو او شنې فضاء لرلو ترڅنګ به ټول اړین ملحقات ولري او چارې به یې د یو کال موده کې بشپړې شي.