د کرونا ويروس پروړاندې مبارزه د عامې روغتيا وزارت دکاري لومړيتوبونو څخه دي
د عامې روغتيا نوماند وزير ډاکتر احمد جواد عثماني د کرونا ويروس پروړاندې د مبارزې لپاره په يوه خبري ناسته کې لومړنۍ برنامې وړاندې کړې.
د عامې روغتيا نوماند وزير هغه طرحه چې کرونا ويروس پروړاندې د مبارزې لپاره دعامې روغتيا وزارت له لوري جوړه شوې ده چې نومړي وويل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رهبري ته مې د کرونا ويروس څخه د ځان ساتنې په موخه يوه طرحه وړاندې کړې چې دغه طرحه د تائيد وړ ګرزيدلې چې سر له سبا به د تطبيق وړ وګرزي.
له ماسک نه په جبري توګه استفاده کول، ددوه متره فاصلي مراعت کول، په انفرادي ډول د ځان ساتنه، او د محيط د صحت ساتنه چې ددغې له مهمو مواردو څخه شمېرل کيږي.
ډاکتر عثماني په هيواد کې د کرونا ويروس زياتيدل خواشني څرګنده کړه او وويل چې د کرونا ويروس پروړاندې د مبارزې لپاره يو ملي نتظيم ته اړتيا ده چې پدې برخه کې زه له روغتيايي خصوصي سکتور څخه هم مرسته غواړم.
د روغتيا وزارت نوماند وزير په روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو کموالۍ او د کويډ19 ناروغانو لپاره د بستر زياتوالۍ باندې ټينګار وکړو او زياته يي کړه چې په روغتونونو کې شته ستونزو ته توجه، پدې برخه کې جدي اقدامات رامنځ ته کول بايد ترسره شي.
ډاکتر عثماني د کرونا ويروس د ټيسټونو د لوړوالۍ په برخه کې وويل د هيواد لابراتوارونه اوس مهال د 2000 ټيسټونو وړتيا په يوه شپه او ورځ کې لرې چې زه په دې لټه کې يم تر څو دغه برخه کې لانور هم لوړوالۍ راولم.