د کندهار ولایت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو
شنبه، وری ٢٩/١٤٠٠
د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، کندهار ولایت ته د خپل سفر په دوهمه ورځ په دغه ولایت کې له ټولو ملي او نړیوالو روغتیایي همکارانو سره وکتل او په دې ولایت کې یې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د عمومي څرنګوالي په اړه بحث وکړ.
په دې ناسته کې د کندهار ولایت روغتیایي مسؤولینو د کورونا ویروس د خپرېدو عمومي وضعیت، د واکسین برنامو پلي کول، د ګوزڼ ویروس پر وړاندې مبارزه، د شري ناروغي او نور روغتیايي مسایل یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د هغه په اړه یې بحث او نظر تبادله وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه ولایت عمومي روغتیایي وضعیت د ارزونې پرمهال په کندهار ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي باندې ټینګار وکړ.
ډاکټر مجروح، په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي لپاره د عامې روغتیا ریاست او روغتیایي شریکانو تر منځ همغږي مهمه وبلله او له دوی یې وغوښتل چې د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره له یوبل سره لا ډېر کار او هڅه وکړي.