د کورونا ویروس په افغانستان کې تر کنټرول لاندې دی
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل خوشبختانه د کنټرول لاندې دي.
ډاکټر عثماني وویل: چې په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د خلکو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او ټنیګار یې وکړ چې په دې ویروس د اخته، مړه شویو کسانو شمېر مخ په کمېدو او همدارنګه د روغ شویو کسانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی.
هغه د روزنې مرکزونو د څارنې په اړه هم اشاره وکړه، هغه وویل چې ښوونیزو مرکزونو څارنې پروسه دوام لري او موږ د پوهنې وزارت سره په همکارۍ د څارنې ټیمونو پیاوړتیا په لټه کې یو ترڅو روغتیایي وړاندیزونه پلي کړو.
د عامې روغتیا نوماند وزیر، ښوونیزو مرکزونو کې په کورونا ویروس باندې اخته کسانو پېژندنې په اړه د تر سره شوې ارزونې په پار وویل: چې د دې ازمایښت په اساس 512 تنه زده کوونکو څخه ازمایښت اخیستل شوﺉ چې په پایله کې یې 10 تنه مثبت ګزارش شوي وؤ، د دې ارزونې پایلې په هېواد کې د کورونا ویروس د کمېدو ښکارندوی دی.
ډاکټر عثماني زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د پوهنې وزارت ته د زده کوونکو لپاره د کورونا ویروس شکمنو پېښو د معلومولو په پار یو لابراتوار جوړ کړی دی تر څو په کورونا ویروس اخته کسان معلوم او د دې ویروس د خپرېدو څخه مخنیوﺉ وشي، ورته ډول پروسه په ولایتونو کې هم پیل شوې.
د عامې روغتیا نوماند وزیر همدارنګه وویل: چې د کورونا ویروس کمښت په هېواد کې د کورونا ویروس د له منځه تلو په معنا نه ده، د دې ویروس د خپرېدو خطر لاهم شته او خلک باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په جدي ډول عملي کړي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي اقداماتو څخه خبر ورکړ او وویل: چې د کورونا ویروس د دوهمې څپې راتګ په پار د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ټولو روغتیایي مرکزونو کې لازم تدابیر نیولي دي.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو معین ښاغلي ډاکټر ابراهیم شینواري د ښوونیزو مرکزونو څارنې برخه کې د عامې روغتیا وزارت له همکارۍ مننه وکړه او وویل: چې په ښوونیزو مرکزونو کې روغتیايي سپارښتنې په ښه ډول پلي کېږي.
هغه همدا ډول د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په پار د کورنیو رول مهم وباله او د زده کوونکو له کورنیو څخه یې وغوښتل چې خپل ماشومانو ته دې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او روغتیایي سپارښتونو د څرنګوالي په اړه لارښوونه وکړي.