د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د اداري پروسو ساده کولو په موخه روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۱
moph

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال، ښاغلي مفتي فرید احمد غزنوي او مل پلاوي د اداري پروسو ساده کولو او د چارو چټکتیا او شفافیت رامنځته کولو په موخه کونړ ولایت ته سفر ترسره کړ، چې ترڅ کې یې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د اداري پروسو ساده کولو، شفافیت او په اداري چارو کې د چټکتیا او اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص، د ګډونوالو له فعال ګډون څخه مننه وکړه او د اداري اصلاحاتو په عملي کولو یې ټینګار وکړ؛ تر څو د ولایت په کچه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا اغېزمن، شفاف او ګټور شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS