د کووېډ - ۱۹ ناروغانو درملنې د پروتوکول څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو
پنجشنبه، چنګاښ ۱۷/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه ناسته کې د کووېډ -۱۹ ناروغانو درملنې د پروتوکول څرنګوالی تربحث لاندې ونیو.
په دې ناسته کې، د ناروغ د ضمیموي ناروغیو، د اغېزناکه درملو ورکړه، د پېښو مدیریت، د کورونا په کنټرول کې د سرویلانس رول په پام کې نیولو سره د کورونا ناروغانو درملنې څرنګوالي او نورو مهمو مواردو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ناروغۍ درملنې پروتوکول د کورونا درملنې په برخه کې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل چې د کورونا د لومړۍ، دویمې او درېیمې څپو تجربې موږ سره مرسته کوي ترڅو خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړو او په یو واحد پروتوکول کې یې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره ترې کار واخلو.
ډاکترمجروح، د متخصصینو نظرونه چې د کورونا ناروغانو په درملنه کې تجربه لري مهم وبلل او زیاته یې کړه موږ تل هڅه کړې هر پروتوکول او روغتیایي لارښودونه چې د وزارت لخوا رامینځته کېږي د روغتیایي متخصصینو له تجربو او نظرونو څخه پکې کار واخلو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیا په سکتور کې د همغږۍ او ورور ولۍ فضأ رامینځته کول د خپلو مهمو غوښتنو څخه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې اوسمهال د ټولو روغتیایي ادارو او بنسټونو ترمنځ ښه همغږي رامینځته شوې ده.
په دې ناسته کې، د کمېټو غړو چې د دې پروتوکول په وروستي کولو کې شامل دي د دغه پروتوکول د بډای کولو په پاریې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.