د ګوزڼ واکسین د خدمتونو بهیر څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۷:۹
د ګوزڼ واکسین د خدمتونو بهیر څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د اړوندو ادارو له استازو سره په یوه ناسته کې د ګوزڼ د واکسین د خدمتونو پر موضوع خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، راتلونکي پړاوؤنو کې د واکسین کمپاینونو په لاره اچول، ستونزو او ننګونو ته د حل لارې رامینځته کول (په افغانستان کې د روغتیا بدلون) طرحې څخه په کار اخیستلو د واکسیناتورانو ترمینځ لا ډېرې همغږۍ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ډاکټر احمد جواد عثماني په هېواد کې د واکسین خدمتونو په ځانګړي توګه د ګوزڼ واکسین د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او د اړوندو څانګو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې په هېواد کې د ګوزڼ ویروس له مینځه وړلو لپاره لا ډېر کار او هڅه وکړي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر وویل: چې د ګوزڼ ویروس له مینځه وړل د عامې روغتیا وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دی او موږ هڅه کوو چې په هېواد کې د ویروس د خپرېدو مخه ونیسو.

افغانستان او پاکستان هغه یواځیني دوه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ویروس پکې شتون لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS