د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
MOPH

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د روغتیایي معلوماتو (HMIS)، ملاریا او نري رنځ  ۱۶ تنو ولایتي مسئولینو ته د مجربو ټرینرانو له لوري د معلوماتو د غوره  مدیریت، په دقیق ډول د کړنو راپور ورکول او د ارقامو د شننې په برخه کې خپل چمتو شوي درسي مواد په عملي او نظري توګه وړاندې شول.

د عامې روغتیا وزارت د (HMIS) ډیپارټمنټ له لوري رامنځته شوی (DHIS2) سیستم د روغتیایي تسهیلاتو څخه د معلوماتو راټولولو، ذخېره کولو، تحلیل کولو او شریکولو لپاره ترتیب شوی چې په نړیواله کچه هم کارول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS