د ۱۲ قلمه مصرفي طبي توکو پروژه د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د وینې ملي بانک په پام کې لري چې د ۱۲ قلمه مصرفي طبي توکو پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH/NBB/NCB/1402/G01) ده. د (افغان سرکل سوداګریز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (68634) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (حصه سوم خیر خانه هوتل پروان) کې دی. د تړون مجموعي بیه (4,882,,150) څلور میلیونه اته سوه دوه اتیا زره یو سل او پنځوس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د وینې ملي بانک آمریت ته، چې په سینمایې پامیر کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۶:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د انتاني روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د(انتاني روغتون د برېښنا د تأمین لپاره د ۴۰۰ KVA ظرفیت لرونکي کمپکټ سټېشن برېښنا برج د اړتیا وړ ۴۱ قلمه اجناسو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوترونو) پروژې چې د ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01,G2) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۱
Background image

د دواطلبۍ خبرتیا!

د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټول په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (13 قلمو- اکسری فلمونو) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/CPC/NCB/1405/G002) شمېرې لرونکی ده، ګډون وکړي . . .

Back to tenders