د ۲۰۱۸ کال د روغتیا ملي حسابونو د پنځم پړاو پایلې د یوې ناستې په ترڅ کې له ګډونوالو سره شریکې شوې

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۶:۴۴
د ۲۰۱۸ کال د روغتیا ملي حسابونو د پنځم پړاو پایلې د یوې ناستې په ترڅ کې له ګډونوالو سره شریکې شوې

سه شنبه، چنګاښ ۸/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده، د ۲۰۱۸ کال د روغتیا ملي حسابونو پایلې نن د ملي دفاع، کورنیو چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، د احصایې مرکزي ادارې، خصوصي سکتور او مرسته کوونکو وزارتونو له استازو سره په یوه ناسته کې شریک کړل.

په دې ناسته کې، د پالیسۍ او پلان مرستیال وویل: د روغتیا ملي حسابونو د پنځم پړاو په تولید سره، د عامې روغتیا وزارت یوځل بیا د سرچینوپه څارنه، په مصارفو کې شفافیت، د با کیفیته روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څارنه او د خلکو روغتیا د ښه کولو پر وړاندې خپله ژمنه څرګندوي.

هغه زیاته کړه چې د دې راپور څخه ترلاسه شوي شواهد به د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي ترڅو په راتلونکو پرېکړو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت ته د وده ورکولو او وړاندې کولو بڼې په پار پراخه استفاده وشي او د روغتیا سکتور د اړتیا وړ سرچینو د لاسرسي په موخه خپلې غوښتنې به په ټولو برخو کې زیاتې کړو.

له بلې خوا، په افغانستان کې د داخلي ادارو او نړیوال روغتیايي سازمان استازو د روغتیا ملي حسابونو له لارې د ارقامو د تولید کليدي رول مهم وبله او په افغانستان کې د روغتیا ملي حسابونو په بنسټیز کولو باندې د خپلې ژمنې او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

همدارنګه، د ملي حسابونو د پنځم پړاو پایلې ښیې چې په ۲۰۱۸ کال کې د ټولو روغتیايي لګښتونو څخه چې نور وزارتونه هم پکې شامل دي، د دولت ونډه ۳.۹ سلنه، د مرسته کوونکو یا دونرانو ونډه۱۹.۷ سلنه او د کورنیو شخصي تادیه ۷۶.۴ سلنه وه چې د کورنیو شخصي لګښتونه یې لویه شمېره څرګندوي او لازمه ده چې دولت د کورنیو شخصي لګښتونو د کمولو لپاره مشخصې لارې چارې تر لاس لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS